Continuing the series of meetings held in London, Berlin, Birmingham and Cologne, a National Dialogue (Mili Maraka) meeting was held in Sacramento, California, attended by a large number of prominent academic, political, religious, social and cultural figures.
The meeting opened with a Quran recitation by Qari Ehsanullah Shahid; after the national anthem, Imam Taheri, a leading scholar of Sacramento's Afghan community, delivered a scholarly address in the light of Islamic teachings, and the distinguished writer Mr. Waliullah Malikzai welcomed participants and thanked the organisers.
Mr. Ahmad Ershad Ahrar then spoke on the goals, principles and structure of the National Dialogue, noting that although Afghanistan's crisis is half a century old, it has never been seriously studied to identify its root causes and pursue practical solutions — which is why Afghans need to begin talking among themselves.
In the second part, participants discussed the fundamental challenges, priorities and solutions on the path to national unity, peace and progress, stressing that national unity is the essential condition for peace and political stability and that a major driver of discord is the instrumental exploitation of ethnic issues by certain groups and individuals — a practice they urged the Afghan people to no longer tolerate.
Dr. Mohammad Shoaib Yusufzai spoke on the causes of hatred and division, urging religious scholars to combat its spiritual roots through Islamic teachings, while Mr. Yasini, head of the Afghan Cultural Jirga in California, recalled the sacrifices of all of Afghanistan's ethnic groups in the country's defining historical moments and described education and public awareness as the only remedy for ethnic division sown and sustained by enemies.
Participants underlined that Afghanistan's problems can only be solved by Afghans themselves; Mr. Jamal Naser Farahmand observed that no forum in Afghanistan has ever truly listened to the people's hearts, and that people can endure poverty but not insults to their identity, language and dignity; the meeting closed with a prayer after responsibilities for the next gathering were assigned.
تاریخ: ۹ آگست ۲۰۲۵ | مکان: سکرمنتو، کالیفرنیا، ایالات متحده امریکا
در ادامهٔ نشستهای لندن، برلین، بیرمنگهم و کلن، اینبار نشست گفتمان/ مرکه ملی در شهر سکرمنتو ایالت کالیفرنیا امریکا برگزار شد. در این نشست، شمار زیادی از شخصیتهای علمی، سیاسی، دینی، اجتماعی و فرهنگی کشور حضور داشتند.
نشست با تلاوت قرآن توسط قاری احسانالله شاهد آغاز شد و پس از پخش سرود ملی، عالم برجستهٔ جامعهٔ افغانهای سکرمنتو، امام طاهری، سخنرانی ارشادی و علمی در پرتو آموزههای اسلامی ایراد کرد. سپس نویسنده و شخصیت علمی برجسته، آقای ولیالله ملکزی، به اشتراککنندگان خوشآمد گفت و از همهٔ کسانی که در تدارک این نشست سهم گرفته بودند، سپاسگزاری کرد. پس از سخنرانی افتتاحیه، آقای احمد ارشاد احرار دربارهٔ اهداف، اصول و ساختار مرکه ملی صحبت کرد. وی یادآور شد که بحران افغانستان با وجود قدمت نیمقرن، تا کنون بهگونهٔ جدی مورد بررسی قرار نگرفته تا عوامل اصلی آن شناسایی و برای حل آن اقدامات عملی صورت گیرد. از همینرو، نیاز است که افغانها گفتگوهای بینخودی را آغاز کنند.
استفادهٔ ابزاری از مسائل قومی، مانع بزرگ در برابر وحدت ملی است
در بخش دوم نشست، اشتراککنندگان دربارهٔ چالشهای بنیادی، اولویتها و راهحلها در مسیر وحدت ملی، صلح و پیشرفت در افغانستان بحث کردند. آنان تأکید کردند که وحدت ملی شرط اساسی برای صلح و ثبات سیاسی در کشور است و یکی از دلایل اصلی نفاق این است که برخی گروهها و افراد از مسائل قومی استفادهٔ ابزاری میکنند. اشتراککنندگان از مردم افغانستان خواستند که دیگر اجازه ندهند کسی از قومیت برای ایجاد نفاق ملی بهرهبرداری کند.
در همین زمینه، داکتر محمد شعیب یوسفزی دربارهٔ عوامل نفرت و تفرقه صحبت کرد و بر جنبههای معنوی تفرقه تأکید نمود. او این مسئولیت را به علما واگذار کرد تا از طریق تبلیغ و ترویج آموزههای اسلامی، با جنبههای معنوی نفاق و تفرقه مبارزه کنند. وی افزود که در سالهای گذشته، بهدلیل نفاق سیاسی و قومی، قومگرایی در سیاست افغانستان نهادینه شد و نبود رهبران ملی باعث شد که جامعه به پیکری بیروح تبدیل شود.
در ادامه، رئیس جرگهٔ فرهنگی افغانها در کالیفرنیا، آقای یاسینی، نقش و قربانیهای اقوام مختلف افغانستان را در روندهای سرنوشتساز تاریخی کشور یادآور شد. او گفت که تفکر قومی کنونی را دشمنان در میان ما ایجاد کردهاند و تا امروز نیز آن را تقویت میکنند. وی آموزش و آگاهی عمومی را تنها راه مبارزه با این پدیده دانست.
در جریان نشست، اشتراککنندگان تأکید کردند که مشکل افغانستان را تنها خود افغانها میتوانند حل کنند، نه بیگانگان. یکی از اشتراککنندگان، آقای جمالناصر فرهمند، گفت که در افغانستان هرگز نشستی برگزار نشده که سخنان دل مردم را بشنود، از همینرو امروز عقدهها آنقدر زیاد شدهاند که حتی مردم حرمت یکدیگر را نیز نگه نمیدارند و هرچه به زبانشان میآید، به هم میگویند. او یادآور شد که مردم فقر را تحمل میکنند، اما توهین به هویت، زبان و شخصیتشان را نمیپذیرند.
در پایان نشست، اشتراککنندگان خواستار ادامهٔ اینگونه نشستها شدند. پس از تعیین مسئول و رئیس نشست آینده، برنامه با دعائیه به پایان رسید.
نیټه: د 2025 کال د اګسټ ۹مه | ځای: سکرمېنټو، کاليفورنيا، د امريکې متحده ايالتونه
د لندن، برلين، برمينګهم او کولن د غونډو په تسلسل دا ځل د امریکې د کالیفورنیا ایالت د سکرمېنټو په ښار کې د ملي مرکې غونډه ترسره شوه. په غونډه کې د هېواد ګڼ شمېر مخورو علمي، سياسي، ديني، ټولنيزو او فرهنګي شخصيتونو ګډون کړی وو.
غونډه د قاري احسان الله شاهد په تلاوت پیل شوه او د ملي سرود له غږېدو وروسته د سکرمېنتو د افغان ټولنې مخور دیني عالم امام طاهري د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې عالمانه او توجیهي وینا وکړه. وروسته پياوړي ليکوال او علمي شخصيت ښاغلي ولي الله ملکزي د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او له ټولو هغه کسانو څخه یې مننه وکړه چې د غونډې په تدارک کې یې برخه اخیستې وه. له افتتاحیه وینا وروسته ښاغلي احمد ارشاد احرار د ملي مرکې په موخو، اصولو او تشکیلاتو خبرې وکړې. نوموړي یادونه وکړه چې د افغانستان کړکېج سره له دې چې نیمه پېړۍ قدامت لري خو په دې اوږدو کې تر ننه پورې په جدي توګه مطالعه شوی نه دی، چې د شخړې اصلي لاملونه راپیدا شي او د هغې د حل لپاره عملي اقدام ترسره شي، له همدې وجې اړتیا ده چې افغانان په خپلو کې خبرې سره پیل کړي.
له قومي مسايلو څخه ابزاري استفاده، د ملي يووالي پر وړاندې مهم خنډ دی
د غونډې په دويمه برخه کې ګډونوالو په افغانستان کې د ملي يووالي، سولې او پرمختګ پر وړاندې پر بنسټيزو ستونزو، لومړيتوبونو او حل لارو بحث وکړ. ګډونوالو پر دې خبره ډېر ټينګار وکړ، چې ملي يووالی په هېواد کې د سولې او سياسي ثبات بنيادي شرط دی او د نفاق عمده لامل دا دی چې يو شمېر ډلې او اشخاص له قومي مسايلو څخه ابزاري استفاده کوي. دوی له افغان ولس څخه غوښتنه وکړه، چې نور دې چا ته اجازه نه ورکوي، چې له قوم څخه د ملي نفاق لپاره ابزاري استفاده وکړي. په همدې لړ کې ډاکتر محمد شعیب یوسفزي د کرکې او تفرقې د لاملونو په اړه خبرې وکړې او د تفرقې په معنوي لاملونو يې تاکید وکړ. هغه علماو ته دا مسؤلیت راجع کړ، چې په ټولنه کې د اسلامي توجیهاتو له تبلیغ او ترویج سره د تفرقې او نفاق له معنوي اړخ سره مبارزه وکړي. هغه زیاته کړه چې په تېرو کلونو کې د سیاسي او قومي نفاق له وجې، قومپالنه د افغانستان په سیاست کې بنسټیزه شوه او د ملي رهبرانو د نشتوالي له وجې ټولنه هغه کالبد ته ورته شوه چې په هغه کې روح نه وي.
په کاليفورنيا کې د افغان کلتوري جرګې مشر ښاغلي یاسیني صېب د افغانستان په تاریخ کې د برخلیک ټاکونکو بهیرونو په اوږدو کې د افغانستان د مختلفو قومونو برخه او قربانۍ یادې کړې، هغه زیاته کړه چې دا اوسنی قومي تفکر په موږ کې دښمنانو راپیدا کړ او تر ننه یې همغوی پالي. هغه تعلیم او عامه پوهاوی له دې ښکارندې سره د مبارزې یوازینی لاره وبلله. د غونډې په ترڅ کې ګډونوالو تأکید وکړ چې د افغانستان ستونزه یوازې افغانان حل کولی شي نه پردي. د غونډې یو تن ګډونوال ښاغلي جمال ناصر فرهمند ټينګار کولو چې په افغانستان کې هېڅکله داسې غونډه ونشوه چې د خلکو د زړه خبرې واوري، له همدې وجې نن عقدې دومره ډېرې دي چې حتی اوس خلک یو د بل حرمت هم نه ساتي، هر څه چې په خوله ورځي یو بل ته یې وایي. هغه دا يادونه وکړه، چې خلک فقر زغملی شي، خو د خپل هویت، ژبې او شخصیت سپکاوی نه شي زغملی.
د غونډې په پای کې ګډونوالو د غونډو د تداوم غوښتنه وکړه. د راتلونکي غونډې لپاره د مشر او مسؤل له ټاکلو وروسته، غونډه په دعائیې سره پای ته ورسېده.