On Sunday 28 September 2025, nearly 100 representatives of the Afghan diaspora, together with friends and community supporters, gathered at the hall of the Afghan Community and Welfare Centre in Walsall for a major meeting of the Afghan National Dialogue — part of a global consultative process aimed at building an inclusive, Afghan-led path to peace, unity and progress in Afghanistan.
The meeting opened with a recitation from the Holy Quran; Haji Mumtaz Satarzai stressed in his opening remarks the importance of strengthening trust, unity and a shared vision among Afghans at home and abroad, Mr. Fahim Zazai, head of the Centre, welcomed participants and presented its community services, Mr. Hanif Alkozai outlined the day's agenda and the aims of the National Dialogue, and Dr. Zarif explained the objectives, structure and expectations of the process, emphasising that it must be transparent, inclusive and grounded in Afghans' real experiences.
In the main part of the meeting, a series of in-depth discussions facilitated by Dr. Farhad Jalal, Dr. Jora, Dr. Safi and Ms. Wahidi focused on the challenges of national unity, peace and sustainable development, as well as the role and capacities of the Afghan diaspora, with participants insisting that the process must be people-centred rather than elite-driven and that the voices of women, youth and marginalised groups must be heard.
Subsequent sessions addressed the experiences and challenges of the diaspora, including fragmentation, eroded trust in past political processes and the need for deeper cooperation, with participants noting that with solidarity and coordination, Afghan capacities and resources can play a real role in rebuilding Afghanistan.
In the final part, the discussions turned to practical action — bridging communication gaps, coordinating local and global efforts and sustaining the process — with key proposals including local working groups, improved communication channels and neutral venues for continued dialogue; participants jointly endorsed the creation of a Walsall local committee so that the dialogue continues and the voice of Walsall's Afghans is reflected at the national level, and the gathering ended in a spirit of hope and commitment.
والسال، بریتانیا – یکشنبه، ۲۸ سپتامبر ۲۰۲۵ – نزدیک به ۱۰۰ تن از نمایندگان دیاسپورای افغان همراه با دوستان و حامیان اجتماعیشان در تالار مرکز اجتماعی و رفاهی افغانها گردهم آمدند تا در یک نشست مهم تحت عنوان گفتمان ملی افغانها شرکت کنند. این گردهمایی بخشی از یک روند مشورتی جهانی بود که هدف آن ایجاد یک روند همهشمول و به رهبری افغانها برای صلح، وحدت و پیشرفت در افغانستان است.
نشست با تلاوت آیاتی از قرآن کریم آغاز شد که فضای معنویت و همبستگی را ایجاد کرد. حاجی صب ممتاز ستارزی در سخنان افتتاحیه خود بر اهمیت تقویت اعتماد، وحدت و چشمانداز مشترک میان افغانها در داخل و خارج کشور تأکید نمود.
پس از آن، آقای فهیم زازی، رئیس مرکز اجتماعی و رفاهی افغانها، ضمن خوشامدگویی به شرکتکنندگان، معلوماتی در مورد خدمات جامعه ارائه کرد. سپس آقای حنیف الکوزی برنامه و اجندای روز را تشریح او همچنین اهداف و اهمیت گفتمان ملی را توضیح داد. بعد از آن، دکتر ظریف اهداف، ساختار و انتظارات روند گفتوگوی ملی افغانها را توضیح داد و یادآور شد که این روند باید شفاف، فراگیر و بر پایه تجارب واقعی افغانها باشد تا عدالت، صلح و چشمانداز مشترک ملی تضمین گردد.
در بخش اصلی نشست، سلسلهای از گفتگوهای عمیق به تسهیلگری دکتر فرهاد جلال، دکتر جوره، دکتر صافی و خانم وحیدی برگزار شد. این بحثها پیرامون چالشهای وحدت ملی، صلح، توسعه پایدار و همچنان نقش و ظرفیتهای دیاسپورای افغان متمرکز بود. شرکتکنندگان تأکید کردند که این روند باید مردممحور باشد، نه نخبهمحور، و صدای زنان، جوانان و اقشار محروم باید در آن شنیده شود.
در جلسات بعدی، به شکل ویژه به تجربهها و چالشهای دیاسپورای افغان پرداخته شد. شرکتکنندگان در والسال بر مشکلاتی چون پراکندگی، کاهش اعتماد به روندهای سیاسی گذشته و ضرورت همکاری عمیقتر میان افغانها تأکید کردند. آنان گفتند که در صورت وجود همبستگی و هماهنگی، ظرفیتها و منابع افغانها میتواند نقش مؤثری در بازسازی افغانستان ایفا کند.
در بخش پایانی، گفتگوها به سوی اقدامات عملی هدایت شد. شرکتکنندگان بر رفع شکافهای ارتباطی، هماهنگی میان تلاشهای محلی و جهانی، و تداوم روند تأکید نمودند. پیشنهادهای اصلی شامل ایجاد گروههای کاری محلی، بهبود راههای ارتباطی و فراهمسازی مکانهای بیطرف برای ادامه گفتگو بود.
نشست با ترسیم یک مسیر روشن و هدفمند پایان یافت. نتایج این گردهمایی به روند گسترده گفتوگوی ملی افغانها منتقل خواهد شد و همراه با مشورتهای مشابه در نقاط دیگر جهان، مبنای آینده قرار خواهد گرفت. شرکتکنندگان به طور مشترک از ایجاد کمیته محلی والسال حمایت کردند تا گفتگوها ادامه یابد و صدای افغانهای والسال در سطح ملی بازتاب یابد.
این گردهمایی در فضایی از امید و تعهد پایان یافت. شرکتکنندگان بار دیگر پایبندی خود را اعلام کردند که از طریق گفتوگوی همهشمول، عدالت و راهحلهای افغانمحور برای یک افغانستان صلحآمیز، متحد و پیشرفته تلاش خواهند کرد.
والسال، برېتانیا – د ۲۰۲۵ د سپټمبر ۲۸مه، یکشنبه – نږدې ۱۰۰ تنه د افغان کډوالو استازي، د هغوی ملګري او د ټولنې ملاتړي د افغان ټولنیز او خیریه مرکز په تالار کې د افغان ملي مرکې تر بیرغ لاندې سره راټول شول. دا مهمه غونډه د نړیوالو سلا مشورو د یوې پراخې لړۍ برخه وه چې موخه یې د سولې، یووالي او پرمختګ لپاره د یو ټولشموله، د افغانانو په مالکیت ملي بهیر رامنځته کول دي.
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه چې د یووالي او روحانیت فضا یې رامنځته کړه. حاجي صب ممتاز ستارزی په پرانیستونکو خبرو کې د باور، یووالي او ګډ لید د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.
وروسته، ښاغلي فهیم ځاځی د افغان ټولنیز او خیریه مرکز مشر، ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د ټولنې د خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. ورپسې، ښاغلي حنیف الکوزي د ورځې پروګرام او اجنډا تشریح کړه او همدارنګه یې د ملي مرکې په مهمو موخو او اهمیت رڼا واچوله. د دوی له خبرو وروسته، ډاکټر ظریف د افغان ملي مرکې موخې، جوړښت او د پروسې تمې او احتمالي پایلې تشریح کړې. هغه ټینګار وکړ چې دا بهیر باید شفاف، ټولشموله او د افغانانو د واقعي تجربو پر بنسټ ولاړ وي، څو د عدالت، سولې او ګډ ملي لید پر لور عملي پرمختګ تضمین کړي.
وروستۍ برخې کې د ډاکټر فرهاد جلال، ډاکټر جوره، ډاکټر صافي او آغلې وحیدي په مدیریت یو لړ ژور بحثونه ترسره شول. د بحثونو موضوعات د ملي یووالي، سولې، دوامدار پرمختګ او د افغان کډوالو د رول او ظرفیتونو پر اهمیت راڅرخي. ګډونوالو ټینګار وکړ چې ملي بهیر باید د خلکو په لارښوونه پرمخ ولاړ شي، نه یوازې د نخبهګانو په لاس، او د ښځو، ځوانانو او محرومو ټولنو غږونه باید په کې اورېدل شي.
په نورو ناستو کې د افغان کډوالو د ژوند تجربو او ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وشوه. په والسال کې ګډونوالو د افغان ټولنو ترمنځ د تیتپرک والي، د پخوانیو سیاسي بهیرونو پر وړاندې د باور د کمزورتیا او د همکارۍ د اړتیا یادونه وکړه. ګډونوالو ټینګار وکړ چې که یووالی او همغږي وي، د افغانانو وړتیاوې او سرچینې کولی شي د افغانستان د بیا رغونې لپاره مهم او اغېزناک رول ولوبوي.
د غونډی په وروستیو برخو کې خبرې اترې د عملي ګامونو پر لور ولاړې. ګډونوالو د اړیکو د خلا ډکولو، د سیمهییزو او نړیوالو هڅو د همغږۍ او د بهیر د روان ساتلو پر اړتیا ټینګار وکړ. وړاندیزونه د سیمهییزو کاري ډلو جوړول، د اړیکو د لارو ښه کول او د بېطرفه ځایونو رامنځته کول شامل ول.
غونډه د یو روښانه او هدفمند مسیر په ټاکلو پای ته ورسېده. د ناستې پایلې به د افغان ملي مرکې پراخ بهیر ته وړاندې شي او د نړۍ له نورو غونډو سره به یو ځای د راتلونکي لپاره بنسټیز رول ولوبوي. ګډونوالو په ګډه د والسال سیمهییزې کمېټې د جوړېدو ملاتړ وکړ، څو خبرې اترې دوام وکړي او د والسال د افغانانو غږونه په ملي کچه واورېدل شي.
غونډه د هیلې او ژمنتیا په فضا کې پای ته ورسېده. ګډونوالو یو ځل بیا خپل تعهد څرګند کړ چې د ټولشمولو خبرو، عدالت او د افغانانو په مالکیت حل لارو له لارې به د یو سولهییز، یو موټي او پرمختللي افغانستان لپاره هڅې کوي.