On 26 April 2025, the first official meeting of the National Dialogue was held in Berlin, Germany, hosted by Mehwar-e-Milli and attended by around 70 political, social and cultural figures, civil society activists, experts and journalists.
After a recitation from the Holy Quran and the playing of Afghanistan's national anthem, Dr. Gul Rahim Safi welcomed participants and presented the agenda, and Dr. Khushal Rohi explained the necessity, aims, working methods and distinctive features of the National Dialogue, stressing that it will be an independent, people-driven movement whose central purpose is to create the ground for dialogue, understanding and coordination among Afghans and to develop a comprehensive, practical and broadly accepted roadmap for lasting peace, national unity, independence and prosperity.
The second part of the meeting was devoted to discussion in three sessions, moderated by Ustad Basir Ahmad Daneshyar, Mr. Rashad Hakim and Ustad Sayed Fahim Sadat, covering the necessity, goals and principles of the National Dialogue; the criteria for participants and the phases of the process; and the fundamental challenges and priorities on the path to national unity, peace and development.
Participants declared their firm support for the process, describing dialogue, jirgas and consultative meetings as proven methods for resolving the country's deep-rooted problems, and it was agreed that participants' views and proposals would be systematically collected and shared at future meetings in other cities.
Participants also treated the violation of women's rights in Afghanistan and the dire situation of Afghan refugees in Pakistan and Iran as matters of grave concern, calling for urgent and effective action, and a local working committee was formed in Berlin to organise future meetings.
گفتمان ملی؛ راهی برای وحدت ملی، صلح و توسعه
در تاریخ ۶ ثور ۱۴۰۴ هجری شمسی (۲۶ اپریل ۲۰۲۵ میلادی)، نخستین نشست رسمی گفتمان ملی در برلین، آلمان برگزار شد. این نشست به میزبانی "محور ملی" و با حضور تقریباً ۷۰ شخصیت سیاسی، اجتماعی و فرهنگی، فعالان جامعه مدنی، کارشناسان و روزنامهنگاران برگزار گردید.
در بخش نخست نشست، پس از تلاوت آیاتی از قرآن کریم و پخش سرود ملی افغانستان، داکتر گل رحیم صافی به شرکتکنندگان خوشآمد گفت و اجندای جلسه و اهداف نشست را توضیح داد. سپس داکتر خوشال روهی بر ضرورت، اهداف، شیوهکار و ویژگیهای گفتمان ملی ( مرکه ملی) روشنی انداخت و تأکید کرد که این روند، یک حرکت مستقل و مردمی خواهد بود که هدف اصلی آن ایجاد زمینههای گفتگو، تفاهم و هماهنگی میان افغانها است. همچنین، در این گفتگوها، به مسائل بنیادین کشور، نیازها و اولویتها پرداخته خواهد شد تا نقشهی راه جامع، عملی و مورد قبول همگان برای تأمین صلح پایدار، وحدت ملی، استقلال و رفاه کشور تدوین گردد.
بخش دوم نشست به بحث و گفتگو اختصاص یافته بود که در سه جلسه، با مدیریت استاد بصیر احمد دانشیار، آقای رشاد حکیم و استاد سید فهیم سادات، موضوعات زیر بهطور جامع بررسی شدند:
- ضرورت، اهداف و اصول گفتمان ملی
- معیارهای شرکتکنندگان و مراحل این روند
- چالشهای بنیادی و اولویتها در مسیر وحدت ملی، صلح و توسعه
شرکتکنندگان حمایت قاطع خود را از این روند اعلام کردند و تأکید داشتند که گفتوگو، جرگهها و نشستهای مشورتی روشهای آزمایششدهای برای حل مشکلات عمیق کشور هستند. تصمیم گرفته شد که نظریات و پیشنهادات شرکتکنندگان بهطور منظم جمعآوری شده و در نشستهای آینده در دیگر مناطق و شهرها به اشتراک گذاشته شود.
شرکتکنندگان موضوعات مهمی مانند نقض حقوق زنان در افغانستان و وضعیت ناگوار مهاجران افغان در پاکستان و ایران را بسيار جدی تلقی کرده و خواهان اقدامات فوری و مؤثر از سوی نهادهای مرتبط شدند.
در پایان نشست، تمامی شرکتکنندگان تعهد کردند که از روند گفتمان ملی حمايت کنند، مسئولیتهای عملی را بر عهده بگیرند و این روند را در برلین ادامه دهند. همچنین، یک کمیته کاری محلی در برلین تشکیل شد که مسئولیت برگزاری جلسات آینده را بر عهده بگیرد.
کمیته رسانهای محور ملی از تمامی رسانهها درخواست کرد تا با مستندسازی و انعکاس دقیق این روند ملی، روحیهی وحدت را در میان افغانها تقویت کنند.
با احترام
ملي مرکه؛ د ملي يووالي، سولې او پرمختګ لار
د ١٤٠٤ لمريز کال د ثور پر ٦مه نېټه ( د ۲۰۲۵ کال د اپرېل ۲۶مه) د جرمني په برلين کې د ملي مرکې لومړنۍ رسمي غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې چې د ملي محور په کوربه توب جوړه شوې وه، شاوخوا ۷۰ تنو سیاسي، ټولنيزو او فرهنګي شخصیتونو، د مدني ټولنې فعالانو، کارپوهانو او ژورناليستانو ګډون کړی وو.
د غونډې په لومړۍ برخه کې د قرآن پاک د مبارکو آيتونو تر تلاوت او د افغانستان له ملي سرود وروسته ډاکتر ګل رحيم صافي د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د غونډې اجنډا او اهداف يې تشريح کړل. ورپسې ډاکتر خوشال روهي د ملي مرکې پر اړتيا، اهدافو، څرنګوالي، کاردود او ځانګړتياوو رڼا واچوله او ټينګار يې وکړ، چې ملي مرکه به يو خپلواک او پر ځان بسيا افغاني او ولسي خوځښت وي، چې اصلي موخه يې دا ده چې د افغانانو تر منځ د خبرو، تفاهم او همغږۍ زمينه جوړه کړي، د هېواد پر بنسټيزو ستونزو، اړتياوو او لومړيتوبونو خبرې وشي او په هېواد کې د ډاډمنې سولې، ملي يووالي، خپلواکۍ او سوکالۍ لپاره يوه هراړخيزه، عملي او ټولمنلې لارنقشه جوړه شي.
د غونډې دويمه برخه بحثونو ته ځانګړې شوې وه، چې په دريو سېشنونو کې د استاد بصير احمد دانشيار، ښاغلي رشاد حکيم او استاد سيد فهيم سادات په مشرۍ پر لاندې موضوعاتو هر اړخيز بحثونه وشول:
- د ملي مرکې اړتيا، اهداف او اصول
- د ګډونوالو معيارونه او د ملي مرکې پړاوونه
- د ملي يووالي، سولې او پرمختګ پر وړاندې بنسټيزې ستونزې او لومړيتوبونه
د غونډې په ترڅ کې ګډونوالو د ملي مرکې له بهير څخه کلک ملاتړ وکړ او خبرې اترې، جرګې او مرکې يې د ژورو ستونزو د حل لپاره ازمويل شوې نسخې وبللې. پرېکړه وشوه چې د ګډونوالو نظریات او وړانديزونه به په منظم ډول ترتیب کېږي او د ملي مرکې له راتلونکو ناستو سره به په نورو سيمو او ښارونو کې شریکېږي.
ګډونوالو په افغانستان کې د ښځو د حقونو ستونزه او په پاکستان او ايران کې د کډوالو روانه غميزه ډېره جدي وګڼله او په دې برخه کې يې له ټولو اړونده اړخونو څخه د ستونزو په حل کې د جدي هڅو غوښتنه وکړه.
د غونډې ټولو ګډونوالو ژمنه وکړه چې د ملي مرکې له بهیر سره به ملتیا کوي، عملي مسئولیتونه به پر غاړه اخلي او په برلین کې به د ملي مرکې لړۍ ته دوام ورکوي. په پای کې د برلين په کچه د ملي مرکې کارډله جوړه شوه او د راتلونکو غونډو مسئوليت ورته وسپارل شو.
د ملي محور د رسنیو کمېټې له ټولو رسنیو وغوښتل، چې د دې ملي بهیر د مستندسازۍ او دقیق انعکاس له لارې د افغانانو ترمنځ د یووالي روحیه پیاوړې کړي.
په درنښت