Berlin once again witnessed a gathering of Afghan intellectuals and activists as the second National Dialogue (Mili Maraka) meeting was held, hosted by the Afghanistan Peace Committee under the banner “Berlin Connects the Afghan Diaspora”, with more than 60 academic, political and social figures in attendance.
The meeting opened with remarks by Dr. Gul Rahim Safi emphasising dialogue, tolerance and social justice as the foundations of lasting peace, and its three main themes — national dialogue, social justice and the culture of tolerance — reflected the pressing needs of Afghan society today.
In the first part, Khairullah Seraj reviewed the path travelled and the future plans of the National Dialogue, a process aimed at building bridges among Afghans at home and abroad; in the second, Ms. Mina Jawad, under the theme “peace is not possible without justice”, highlighted the role of women's rights in development and lasting stability, with a joint panel featuring Ms. Mehria Ashufta and Ms. Fereshta Hussain deepening the discussion.
The third part featured a talk by Ibrahim Hotak on the culture of dialogue, tolerance and mutual acceptance, followed by analytical workshops moderated by Alam Gul Sahar, Wahid Tokhi Halimyar, Dr. Abdul Azim Noorbakhsh and Ibrahim Hotak, which produced a roadmap across short-, medium- and long-term horizons.
Participants expressed grave concern over the bans on girls' education, describing the past five years of restrictions as a great injustice against Afghan girls and an irreparable loss to the national interest; they pledged to raise the voice of Afghan girls and fight this injustice, and it was decided to launch a national campaign from the meeting under the slogan “Let Afghan Girls Go to School!”.
The meeting — a continuation of the earlier National Dialogue gatherings held over the past year in London, Berlin, Sacramento, Cologne, Birmingham, Hamburg, Toronto, Walsall and Frankfurt — showed that the Afghan diaspora, despite its geographic dispersion, can still play a meaningful role on the path to peace, justice and national unity.
برلین بار دیگر شاهد گردهمایی تازهای از نخبگان و فعالان افغان بود؛ جایی که نشست دوم گفتمان ملی (مرکه ملی) با میزبانی کمیته صلح افغانستان و با شعار «برلین دیاسپورای افغانی را به هم پیوند میدهد» برگزار شد. در این نشست بیش از ۶۰ تن از چهرههای علمی، سیاسی و اجتماعی افغانستان حضور یافتند.
این نشست با سخنان داکتر گلرحیم صافی آغاز شد؛ سخنانی که بر ضرورت گفتوگو، مدارا و عدالت اجتماعی بهعنوان پایههای صلح پایدار تأکید داشت.
سه محور اصلی برنامه—گفتمان ملی، عدالت اجتماعی و فرهنگ مدارا—در واقع بازتابی از نیازهای امروز جامعهٔ افغانستان بود.
در بخش نخست، خیرالله سراج از مسیر طیشده و برنامههای آیندهٔ گفتمان ملی سخن گفت؛ مسیری که هدف آن ایجاد پلهای ارتباطی میان افغانها در داخل و خارج کشور است.
در بخش دوم، خانم مینه جواد با تأکید بر اینکه «صلح بدون عدالت ممکن نیست»، نقش حقوق زنان را در توسعه و ثبات پایدار برجسته ساخت. پنل مشترک با حضور خانم مهریه آشفته و خانم فرشته حسین، این بحث را ژرفتر کرد.
بخش سوم برنامه با سخنرانی ابراهیم هوتک دربارهٔ فرهنگ گفتوگو، مدارا و همدیگرپذیری ادامه یافت و سپس اشتراککنندگان در قالب ورکشاپ های تحلیلی به مدیریت علم گل سحر ، وحید توخی حلیم یار ، دوکتور عبدالعظیم نوربخش و ابراهیم هوتک، چالشها و راهحلهای تقویت این فرهنگ را بررسی کردند. نتیجهٔ این فعالیت، تدوین نقشهٔ راهی در سه سطح کوتاهمدت، میانمدت و درازمدت بود.
اشتراککنندگان ورکشاپ نسبت به ممنوعیتهای اعمالشده بر آموزش دختران ابراز نگرانی شدید کردند و پنج سال گذشتهٔ این محدودیتها را در حق دختران و تمام کشور یک ظلم بزرگ و زیانی جبرانناپذیر به منافع ملی دانستند. آنان تعهد سپردند که صدای دختران افغان را بلند کرده و در برابر این بیعدالتی مبارزه خواهند کرد. همچنان تصمیم گرفته شد که از همینجا، زیر شعار «بگذارید دختران افغان به مکتب بروند!»، از سوی مرکهٔ ملی یک کمپاین ملی آغاز گردد.
این نشست نشان داد که دیاسپورای افغان، با وجود پراکندگی جغرافیایی، همچنان میتواند در مسیر صلح، عدالت و وحدت ملی نقشآفرین باشد.
قابل یادآوری است، که این نشست به تسلسل نشت های قبلی گفتمان ملی " مرکه ملی" می باشد، که سال گذشته در شهرهای بزرگ چون لندن، برلین۱، سکرمنتو، کولن، برمینگهام، هامبورگ، تورنتو، والسال و فرانکفورت برگزار شد.
برلین یو ځل بیا د مخورو افغانانو او ټولنیزو شخصیتونو د یوې ارزښتناکې غونډې شاهد و. د ملي مرکې دویمه ناسته د افغانستان د سولې کمېټې په کوربتوب او تر دې سرليک لاندې ترسره شوه: «برلین افغان ډیاسپورا سره نښلوي». په دې ناسته کې د افغانستان له علمي، سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو څخه شاوخوا ٧٠ کسانو ګډون درلود.
ناسته د ډاکتر ګلرحیم صافي په پرانیستونکې وینا پیل شوه؛ ده په خپلو خبرو کې د ناستې پر اهدافو رڼا واچوله او د تلپاتې سولې لپاره یې د خبرو اترو، زغم او ټولنیز عدالت پر اړتیا ځانګړی ټینګار وکړ.
د پروګرام په دریو اساسي محورونو کې—ملي ډیالوګ، ټولنیز عدالت او د زغم فرهنګ—د افغانستان د نننۍ مهمو اړتیاوو په توګه مطرح او وڅېړل شوې.
د ناستې په لومړي برخه کې، ښاغلي خیرالله سراج د ملي مرکې د تېر مزل، ترسره شویو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او هغه لاره یې روښانه کړه، چې موخه یې د افغانانو ترمنځ د اړیکو پُلونو جوړول دي، که په هېواد کې وي او که بهر کې.
په دویمه برخه کې، آغلې مینه جواد د دې خبرې تر سرلیک لاندې چې «سوله له عدالت پرته ناشونې ده»، د دوامدار ثبات او پراختیا لپاره د ښځو د حقونو پر ونډې او اړتیا رڼا واچوله. ورپسې د آغلو مهریه آشفته او فرشته حسین په ګډون یوه ګډ پینل پر مطرح شویو موضوعاتو تفصیلي بحث وکړ.
د ناستې درېیمه برخه د ښاغلي ابراهیم هوتک له وینا سره پیل شوه، چې د سولې، ملي یووالي او ټولنیز تفاهم لپاره یې د خبرو اترو، زغم او یو بل منلو فرهنګ پر اهمیت تفصیلي خبرې وکړې. وروسته ګډونوالو د تحلیلي ورکشاپونو په ترڅ کې د ښاغلیو علم ګل سحر، وحید توخي حلیمیار، ډاکتر عبدالعظیم نوربخش او ابراهیم هوتک په مدیریت د دې فرهنګ د ایجاد او پیاوړتیا په لاره کې ستونزې، حل لارې او د عمل لارنقشه وڅېړله. د دې بحثونو پایله د لنډمهالو، منځمهالو او اوږدمهالو تګلارو په بڼه تنظیم شوه.
د ورکشاپ ګډونوالو د افغان نجونو پر زده کړو د لګېدلو بندیزونو په اړه ژوره اندېښنه وښودله او تېر پنځه کلن محدودیتونه یې د نجونو او ټول هېواد په حق کې یو ستر ظلم او د ملي ګټو لپاره نه جبرانېدونکی زیان وباله. هغوی ګډه ژمنه وکړه، چې د افغان نجونو غږ به پورته کوي او د دې لویې بېعدالتۍ پر وړاندې به مبارزه کوي. همدارنګه پرېکړه وشوه چې له همدې ځایه د «پرېږدئ افغان نجونې زده کړې وکړي» تر شعار لاندې د ملي مرکې له لوري یو ملي کمپاین پیل شي.
د ملي مرکې دې ناسته وښوده چې افغان دیاسپورا، سره له جغرافیایي واټنونو، لا هم کولای شي د سولې، عدالت او ملي یووالي په لاره کې اغېزناک رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده، چې د ملي مرکې ناسته د هغو غونډو تسلسل په ده، چې تېر کال د نړۍ په ګڼو ښارونو، لکه لندن، برلین ١، کولن، سکرمنتو، برمينګهم، هامبورګ، تورنتو، والسال او فرانکفورت کې جوړې شوې وې.