Following the series of National Dialogue meetings across Europe, America and Australia, the twelfth meeting of the process was held on 9 May 2026 in Dormagen, Germany, attended by a large number of Afghan academic, social and cultural figures from across Germany; the meeting was hosted by the Afghan Cultural Association of Dormagen and moderated by Ms. Mozhda Ahmadi, opening with a Quran recitation by Mr. Khalid Yusufzai and the national anthem.
Key points of the meeting were that the National Dialogue is preparing for the first national jirga of Afghans abroad in the near future; that dialogue, tolerance and mutual acceptance are the first step towards peace and national unity; that silence in the face of injustice against women is itself an injustice; and that jirgas should be sent to Afghanistan to help resolve national problems and lift the restrictions on girls' education.
Mr. Saeedullah Safi, head of the Afghan Cultural Association of Dormagen, stressed unity among Afghans and correcting Afghanistan's negative image abroad; Dr. Abdul Jabbar Jabarkhel, head of the Cologne branch, described the National Dialogue as an independent, non-political, people-supported movement for the free exchange of ideas and joint solutions; and Dr. Khushal Rohi, head of the facilitation committee, explained its goals, principles and next steps, confirming preparations for the first national jirga of Afghans abroad.
The main analytical discussions took place in three sessions moderated by Dr. Maryam Malikzada, Ustad Fahim Sadat and Ms. Sonia Ahmadi, covering pathways to peace, stability and national unity; justice, fundamental rights and the rule of law; and the problems, needs, capacities and avenues of convergence for Afghans abroad.
Participants' key contributions included: the National Dialogue is a movement born of society itself that should spread across Afghanistan and the world; expressing sorrow over girls' exclusion from education is not enough — everyone, especially men, must raise their voices, for silence before oppression is a great injustice; illiteracy is a root cause of Afghanistan's crises and combating it must be a national priority; all change must come through peaceful means, as war is no solution; without justice there is no peace, stability or national unity, and without the rule of law justice cannot be realised; foreign interference has sown division, but it is Afghans' responsibility to answer it with unity; and the diaspora's academic, professional and economic capacities should serve the country, with close coordination among Afghan associations abroad.
At the close, participants declared their support for the National Dialogue's efforts, pledged continued engagement and called for the movement's further expansion so that the shared voice of Afghans becomes a national and effective force.
پس از سلسله نشستهای گفتمان ملی در شهرهای مختلف اروپا، آمریکا و استرالیا، دوازدهمین نشست این روند ملی به تاریخ ۹ می ۲۰۲۶ در شهر دورماگن آلمان برگزار شد. در این برنامه شمار زیادی از شخصیتهای علمی، اجتماعی و فرهنگی افغانها از شهرهای مختلف آلمان حضور داشتند. میزبانی نشست را انجمن فرهنگی افغانهای دورماگن و گردانندگی آن را بانو مژده احمدی بر عهده داشت. در آغاز، آقای خالد یوسفزی با تلاوت چند آیت مبارک قرآن کریم فضای نشست را منور ساخت و سپس با پخش سرود ملی، برنامه رسماً افتتاح شد.
نکات مهم نشست
- گفتمان ملی در آینده نزدیک برای برگزاری نخستین جرگهٔ ملی افغانهای مقیم خارج آمادگی میگیرد.
- گفتوگو، مدارا و هم¬پذيری نخستین گام در مسیر صلح و وحدت ملی دانسته شد.
- سکوت در برابر بیعدالتی علیه زنان، خود یک بیعدالتی عنوان گردید.
- برای حل مشکلات ملی و رفع محدودیتهای آموزشی بر دختران، پیشنهاد شد که جرگههایی به افغانستان اعزام شود.
سخنرانان و محتوای نشست
در آغاز برنامه، آقای سعیدالله صافی، رئیس انجمن فرهنگی افغانهای دورماگن، بر ضرورت وحدت میان افغانها و اصلاح تصویر منفی افغانستان در خارج تأکید کرد و فعالیتهای انجمن را در عرصه آموزش، فرهنگ، ادغام اجتماعی و کمکرسانی توضیح داد.
داکتر عبدالجبار جبارخیل، مسئول بخش کلن گفتمان ملی ، فعالیتهای این روند را تشریح کرد و آن را یک حرکت مستقل، غیرسیاسی و متکی بر حمایت مردم خواند که هدف آن تبادل آزاد اندیشهها و یافتن راهحلهای مشترک برای مشکلات افغانستان است.
داکتر خوشال روهی، مسئول کمیته تسهیل گفتمان ملی، اهداف، اصول و گامهای آینده این روند را توضیح داد و بر ضرورت گسترش فرهنگ گفتوگو و مدارا در مسیر صلح و وحدت ملی تأکید نمود. او افزود که گفتمان ملی در حال آمادهسازی مقدمات نخستین جرگهٔ ملی افغانهای مقیم خارج است.
سه نشست تحلیلی
بحثهای اصلی برنامه در سه نشست جداگانه و به مدیریت دکتر مریم ملکزاده، استاد فهیم سادات و بانو سونیا احمدی برگزار شد. موضوعات این نشستها عبارت بودند از:
- راهکارهای صلح، ثبات و وحدت ملی
- تأمین عدالت، حقوق اساسی و حاکمیت قانون
- مشکلات، نیازها، ظرفیتها و راههای همگرایی افغانهای مقیم خارج
در آغاز، دکتر مریم ملکزاده درباره ارزش، اصول و ضرورت گفتوگوی ملی و اهمیت پذیرش تنوع قومی و زبانی توضیحات مفصل ارائه کرد. سپس اشتراککنندگان دیدگاهها و پیشنهادهای خود را مطرح کردند که مهمترین آنها چنین بود:
- مرکه ملی حرکتی برخاسته از متن جامعه است و باید به سراسر افغانستان و جهان گسترش یابد.
- در برابر محرومیت دختران از آموزش، تنها ابراز ناراحتی کافی نیست؛ همه، بهویژه مردان، باید صدای خود را بلند کنند. سکوت در برابر ظلم، خود یک بیعدالتی بزرگ است.
- برای رفع محدودیتهای آموزشی بر دختران، جرگههایی باید به افغانستان اعزام شود.
- برای تأمین حقوق زنان، آگاهیدهی و کار عملی در سطح جامعه ضروری است.
- بیسوادی یکی از عوامل اصلی بحرانهای افغانستان است و مبارزه با آن باید یک اولویت ملی باشد.
- هرگونه تغییر باید از راههای مسالمتآمیز صورت گیرد؛ جنگ راهحل نیست.
- عدالت باید از فرد و خانواده آغاز شود؛ اصلاح جامعه بدون اصلاح فرد ممکن نیست.
- نبود قانون اساسی و نقض حقوق بشر از نگرانیهای جدی عنوان شد.
- بدون عدالت، صلح، ثبات و وحدت ملی دستیافتنی نیست و بدون حاکمیت قانون، عدالت عملی نمیشود.
- پذیرش یکدیگر نخستین گام در مسیر صلح و وحدت ملی است؛ مدارا پایهٔ تفاهم ملی است و باید تقویت شود.
- دخالتهای خارجی سبب تفرقه میان افغانها شده، اما مسئولیت افغانهاست که با اتحاد به آن پاسخ دهند.
- از تاریخ باید الهام گرفت؛ نظامهایی که از دل مردم برخاستهاند، نمونههای موفق و پایدار بودهاند، در حالی که نظامهای برآمده از جنگ، با جنگ نیز سقوط کردهاند.
- گفتمان ملی باید زمینهٔ گفتوگو را برای همهٔ افغانها فراهم کند، حتی برای گروههایی که تنها به زور باور دارند.
- در کنار قانونگذاری، باید سازوکارهای عملی تطبیق قانون نیز بررسی شود.
- افغانهای مقیم خارج در عرصه زبان، فرهنگ و هویت با چالشهای جدی روبهرو هستند و نیازمند توجهاند.
- ظرفیتهای علمی، تخصصی و اقتصادی افغانهای مهاجر باید در خدمت کشور قرار گیرد.
- میان نهادها و انجمنهای افغانهای مقیم خارج باید هماهنگی و همکاری نزدیک ایجاد شود.
پایان نشست
در پایان، اشتراککنندگان حمایت خود را از تلاشهای گفتمان ملی «مرکهء ملی» اعلام کردند، بر ادامهٔ مشارکت در این روند تأکید نمودند و خواستار گسترش بیشتر این حرکت شدند تا صدای مشترک افغانها به یک نیروی ملی و اثرگذار تبدیل گردد.
د اروپا، امریکا او اسټرالیا په بېلابېلو ښارونو کې د ملي مرکې تر پرلهپسې غونډو وروسته د ملي مرکې ۱۲مه ناسته د ۲۰۲۶ کال د مې په ۹مه نېټه د جرمني په دورماګن ښار کې ترسره شوه. په دې غونډې کې د جرمني له بېلابېلو ښارونو څخه ګڼ شمېر افغان علمي، ټولنيزو او فرهنګي شخصيتونو ګډون کړی وو. د ناستې کوربه¬توب په دورماګن کې د افغانانو کلتوري ټولنې او د غونډې چلول د آغلې مژده احمدي پرغاړه و. په پيل کې ښاغلي خالد يوسفزي د قرآن کریم د څو مبارکو آيتونو له تلاوت سره د غونډې فضا منوره کړه او ورپسې د ملي سرود له غږېدو سره غونډه رسماً پرانیستل شوه.
د غونډې مهم ټکي:
• ملي مرکه په نږدې راتلونکې کې د بهرمېشته افغانانو د ملي جرګې لپاره تياری نيسي
• خبرې، زغم او د يوبل منل د سولې او ملي يووالي لومړی ګام وبلل شو
• له ښځو سره د بې عدالتۍ پر وړاندې چوپتيا پخپله يوه بې عدالتي وبلل شوه
• د هېواد ملي ستونزو د حل او نجونو د تعليم لپاره دې هېواد ته جرګې واستول شي
د غونډې په پيل کې ښاغلي سعیدالله صافي، د دورماګن د افغانانو د کلتوري ټولنې مشر، د افغانانو پر یووالي او د افغانستان د منفي انځور د اصلاح پر اړتیا ټینګار وکړ او د تعلیمي، فرهنګي، ادغام او بشري مرستو په برخه کې يې د ټولنې فعالیتونه یې یاد کړل.
ډاکتر عبدالجبار جبارخېل، د ملي مرکې د کولن څانګې مسئول، د ملي مرکې پر فعاليتونو رڼا واچوله او دا بهير يې یو خپلواک، غیرسیاسي او د خلکو پر ملاتړ ولاړ يو خوځښت وباله، چې موخه یې د نظریاتو ازاده تبادله او د هېواد د ستونزو د حل لپاره ګډ فکر دی.
ډاکتر خوشال روهي، د ملي مرکې د آسانچارو د کمېټې مشر، د ملي مرکې موخې، اصول او راتلونکي ګامونه تشریح کړل او د سولې او ملي يووالي په لاره کې يې د خبرو او زغم د فرهنګ پر اړتيا ځانګړی ټينګار وکړ. نوموړي څرګنده کړه چې ملي مرکه په نږدې راتلونکې کې د بهر مېشته افغانانو د لومړنۍ ملي جرګې لپاره چمتووالی نیسي.
درې مهم بحثي پینلونه
د غونډې تحلیلي بحثونه په درېیو ناستو کې تنظیم شوي وو، چې د آغلې دوکتور مریم ملکزاده، استاد فهیم سادات او آغلې سونیا احمدي په مدیریت ترسره شول. د بحثونو اصلي موضوعات دا وو:
- د سولې، ثبات او ملي یووالي لارې چارې
- د عدالت، اساسي حقونو او د قانون د واکمنۍ تضمین
- د بهر مېشته افغانانو ستونزې، اړتیاوې، ظرفیتونه او د همغږۍ لارې
د بحث په پيل کې دوکتور مریم ملکزاده د ملي ډیالوګ پر ارزښت، اصولو او اړتیا تفصیلي رڼا واچوله او د قومي او ژبني تنوع د منلو پر اهميت يې خبرې وکړې. ورپسې ګډونوالو خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل، چې مهم ټکي يې په لاندې ډول دي:
- ملي مرکه د ولس له منځه راټوکېدلی حرکت دی او باید د هېواد او نړۍ ګوټ ګوټ ته وغځېږي.
- د نجونو د تعلیم پر بندیز یوازې خواشیني بسنه نه کوي؛ ټول هېوادوال، په ځانګړي ډول نارینه، باید خپل غږ پورته کړي. د ظلم پر وړاندې چوپتیا پخپله یوه لویه بېعدالتي ده.
- د نجونو پر تعلیم د بندیزونو د لرې کولو لپاره دې افغانستان ته جرګې واستول شي.
- د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره ټولنیز پوهاوی او عملي کار ته جدي اړتیا ده.
- بېسوادي د هېواد د بحرانونو یو بنسټیز لامل دی او د هغې پر وړاندې مبارزه بايد ملي لومړیتوب وي.
- هر بدلون باید یوازې په سولهییز ډول رامنځته شي؛ جګړه د افغانستان ستونزې نه حلوي.
- عدالت باید له فرد او کورنۍ څخه پیل شي؛ د ټولنې اصلاح د فرد له اصلاح سره تړلې ده.
- د اساسي قانون نشتوالی او د بشري حقونو نقض د ژورې اندېښنې وړ وبلل شول.
- له عدالت پرته سوله، ثبات او ملي یووالی ناشونی دی او د قانون له واکمنۍ پرته عدالت عملي نه دی.
- د یو بل منل د سولې او ملي یووالي لومړنی ګام دی؛ ټولنیز زغم د ملي تفاهم بنسټ دی او د پياوړتيا لپاره بايد کار وشي.
- بهرنۍ لاسوهنې د افغانانو تر منځ د نفاق سبب ګرځېدلې، خو د افغانانو مسوولیت دی چې نفاق ته په اتفاق ځواب ووايي.
- د تاریخ له بریالیو تجربو څخه باید الهام واخیستل شي؛
هغه نظامونه چې د ولس له منځه راپورته شوي، د تاريخ پياوړې او بريالۍ بېلګې يې جوړې کړې دي.
هغه نظامونه چې په جنګ راغلي، په جنګ تللي هم دي.
- ملي مرکه باید د خبرو لپاره د ټولو افغانانو لپاره فضا برابره کړي، حتی له هغو ډلو سره چې یوازې په زور باور لري.
- د قانون جوړولو ترڅنګ د قانون د پلي کېدو عملي میکانیزمونه باید جدي وڅېړل شي.
- بهر مېشته افغانان د ژبې، کلتور او هویت په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او جدي توجه ته اړتيا لري.
- د بهر مېشته افغانانو له علمي، تخصصي او اقتصادي ظرفیتونو څخه باید د هېواد په ګټه کارواخيستل شي.
- د بهرمېشته افغانانو د ټولنو او بنسټونو تر منځ بايد نږدې همغږي او همکاري رامنځته شي.
د غونډې پای
ګډونوالو د ملي مرکې له هڅو ملاتړ څرګند کړ، په دې بهیر کې یې د دوامداره ګډون ژمنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ملي مرکه باید لا پسې پراخه شي او د ټولو افغانانو ګډ غږ په یوه ملي ځواک بدل کړي.